اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي)د پاكستان ت??ري?? انصاف(پي ټي آئي)مشر او سېنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي وزيراعظم عمران خان پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح ويژن له مخې د جديد اسلامي فلاحي رياست جوړولو په مشن روان دے٬نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم٬يونيورسل هېلت كورېج٬څوك اوږې اوده نه شي٬لنګر خانې او د پناه ځايونو غوندې اقدامات د دې ښكاره مثالونه دي۔د وزيراعظم عمران خان ټول پ??م د ټولنې كمزورې طبقې ژوند ښه كولو پلو دے٬په ګرانۍ كښې كمے راغلے۔د ګل په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د بده مرغه د پاكستان په تېرو حكومتونو كښې كرپشن٬سفارش٬ بډې ٬غلاګانې او د ميرټ قتل عام عام ؤ ٬ځكه زمونږ ??ېو??د د ټولو وسائلو لرلو باوجود شاته پاتې شوے ؤ ۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ت??ري?? انصاف حكومت په ??ېو??د كښې د قانون په سرلوړۍ باور لري٬د مالدار او غريب لپاره به جلا جلا قان??ن نه وي٬د قبضه مافيا پشمول بېلو څانګو كښې ناست مافياز او ذخيره اندوزي كو??نك?? په ضد د فرق نه غېر كاروائي روانه ده۔ سېنېټر فيصل جاوېد ووئيل نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم٬يونيورسل هېلت كورېج٬څوك اوږې اوده نه شي٬لنګر خانې او د پناه ځايونو غوندې اقدامات د وزيراعظم عمران خان د فلاحي رياست جوړولو وژن عكاسي كوي۔ده ووئيل په سندھ كښې د روغتيا آسانۍ لويه مسئله ده٬د اتلسم بدل??ن نه پس صحت د سندھ چيپټر دے خو د دې باوجود وفاقي حكومت اولس ته د روغتيا معياري آسانۍ وركولو لپاره د سندھ حكومت مرستې لپاره چمتو دے