اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي په اسلام اباد او د پنجاب په 9 ضلعو كښې د ا??رې?? تر 11مې نېټې به تعليمي ادارې بندې وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په نېشنل كمانډ اينډ آپرېشنل سنټر كښې د تعليم وزيرانو ?? غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل په غونډه كښې په متفقه توګه پريكړه شوې چې په كومو ښارونو كښې تعليمي ادارې د كورونا وائرس له امله بندې كړې شوې٬اوس به هغه تر ا??رې?? 11مې نېټې بندې وي۔ده ووئيل د دې ضلعو نه علاوه كه په كومه ضلع كښې د كورونا كيسونه زياتېږي نو ?? هغې اختيار ب?? صوبائي حكومت لري۔شفقت محمود ووئيل د اېن سي او سي په غونډه كښې د بورډز امتحانات په اړه هم دا پريكړه شوې چې د نهم٬لسم يوولسم او دولسم امتحانات به د صوبائي حكومتونو ??و بورډز لخوا د اعلان كړي شيډول له مخې كېږي۔ده ووئيل مونږ به د وبا د صورتحال جاج اخ??و او مونږ د دې خبرې څخه خبر يو چې د ماشومانو ??حت ورومبې ترجيح ده۔ده ووئيل په ګرد هېواد كښې چې په كومو كومو ضلعو او ښارونو كښې تعليمي ادارې بندولې شي د هغې پريكړه به صوبائي حكومتونه٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان حكومت پخپله كوي۔ده ووئيل دې څخه وړاندې اېن سي او سي په خاص ضلعو كښې د مارچ 15مې نېټې نه تر مارچ 28مې نېټې د سكولونو پشمول د هر ډول تعليمي ادارو بندولو پريكړه كړې وه خو په نننۍ غونډه كښې د سورتحال جاج اخستو نه پس پريكړه شوې چې تعليمي ادارې دې تر ا??رې?? 11مې نېټې بندې وي او د خاص ضلعو نه علاوه به كه حاجت ؤ نو نرې سيمې به هم پكښې شاملولې شي۔د دې څخه وراندې د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د كورونا صورتحال جاج اخستو لپاره مهمه غونډه په نېشنل كمانډ اينډ كنټرول سينټر(اېن سي او سي) كښې وشوه۔په غونډه كښې د تعليم٬روغتيا٬ګلګت بلتستان٬آزاد جمو كشمير اعلٰی وزيران هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د تعليم وفاقي سېكرتري فرح حامد خان٬د تعليم پارليماني سېكرټري وجيهه قمر او د اېچ اي سي چيئرمېن هم ګډون وكړو۔د تعليم صوبائي وزيرانو ?? وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو