کولمبو ۔23فروری(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پا??ستان سري لنكا سره دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو عزم لري۔ دا خبره هغه د وزيراعظم عمران خان د سري لنكا دورې په مهال خپل سري لنكن همڅنګ ډائنش ګناوردنا سره غېر رسمي خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښی په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سري لنكا خارجه وزير خپل پا??ستاني همڅنګ ته هركلے اووې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پا??ستان سري لنكا سره د لسيزو څخه دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ پا??ستان سري لنكا سره دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو عزم لري۔ هغه ووئيل د وزيراعظم دا دوره هم د دغه عزم څرګندونه ??ه۔ خارجه وزريي ووئيل پا??ستان سري لنكا سره د بشري وسائلو پرمختګ ٬ امنيتي مرستې ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ ٬ پرمختګ او سوكالۍ كښې د يو وياړ وړ همكار په حېث ولاړ دے۔ د سری لنکا خارجه وزير ووئيل د وزیرِاعظم عمران خان دا دوره به د دواړو ??ېو??دونو ترمينځه د اړيكو او مرستې ودې له مرستياله ثابت شي۔