اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن د سېنېټ ټاكنو كښې د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذات جمع كولو نېټه تر 15 فرورۍ پراخا كړې۔ دې نه وړاندې آخري نېټه 13 فروري ټاكلې شوې وه۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې د غړو د ريټائرمنټ له امله په خالي شويو چوكو ټاكنو كولو له په 11 فرورۍ پروګرام جاري كړے شو۔ او په پرنټ او الېكټرانك ميډيا دغه وخت دا خبره رامخې ته كړې شوه چې كانديدان د وخت د كمي له امله د قانوني تقاض?? ترسره كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔ په دې اړه تحريري او زباني خواستونه هم ترلاسه شول۔ الېكشن كمېشن دې هر څه ته كتلو سره د كانديدانو آسانۍ لپاره د كاغذات جمع كولو نېټه پراخا كولو سره د روانې مياشتې 15 مه نېټه ټاكلې ده۔ د نامزد كړې شويو كانديدانو فهرست به په 16 فرورۍ لګولے شي۔ د كاغذونو كره كتنه به د روانې مياشتې په 17 او 18 فرورۍ د ريټرنګ افسرانو په دفترونو كښې كېږي۔ د دې د منظورېدو يا مسترد كېدو ??رې??ړې په ضد به ټربيونل كښې اپيل د روانې مياشتې تر 20 مې نېټې كېدې شي۔ د اپيلونه ترسره كولو حتمي نېټه 20 فروري ټاكلې ش??ې ده۔ د ټربيونل ??رې??ړو په رڼا كښې د كانديدانو بيا كتلې شوې فهرست به په 24 فرورۍ لګولې شي۔ د كاغذونو د بېرته اخستو نېټه 25 فروري ټاكلې ش??ې ده۔ د سېنېټ ټاكنو نېټه به هم هغه د مارچ 3 مه نېټه وي كومه به چې بدلولې نه شي