اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحاتو او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د كورونا وېكسينېشن ??رو??رام پېل كړے شوے دے۔ حكومت د اولس په مرسته په كورونا وباﺀ قا??و موندلے۔ د دې خيالاتو څرګن??ون?? هغه د شورؤ په ورځ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې د كورونا وېكسینېشن ??رو??رام پیل كېدو په موقع د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس وېكسينېشن لګولو عمل په باقاعده توګه پېل كړے شوے دے۔ هغه ووئيل د كورونا وباﺀ مخنيوي كښې د فرنټ لائن هېلت وركرز مثال كار كړے۔ چين ټول عمري د پاكستان مرسته كړې۔ د دواړو هېوا??ون?? ملګرتيا مثالي ده۔ په سختو حالاتو كښې په مرسته كولو د چين مننه كوؤ۔ وفاقي وزير ووئيل په اولني پړاؤ كښې به د كووډ – 19 په مهال وظيفه ترسره كولو كښې بوخت د فرنټ لائن هېلت وركرز ته به دا وېكسين لګولے شي۔ هغه ووئيل ټولو صوبو ٬ آزاد كشمير ٬ ګلګت بلتستان او وفاق په ګډه كار كړے دے او نزدې يو كال شوے او مونږ په سختو حالاتو قا??و موندلو كښې د سوچ نه زيات كامياب شوې يؤ۔ هغه ووئيل د چين حكومت او اولس مننه كوؤ چا چې د وېكسينېشن دا عمل ممكن كړو۔ هغه ووئيل د وېكسين په ترلاسه كولو كښې د روغتيا وزارت خاص كردار پاتے شوے دے۔