پېنډۍ 30 جنوری (اے پی پی)د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي چې پي ډي اېم مربه ده او پكښې د هر ډول ذائقه به ترلاسه شي٬ په هېواد كښې د كرپشن په رواج كښې د شريف كورنۍ ځانګړې كردار دې٬اولس ته بنيادي آسانيې وركول د پي ټي آئي د حكومت مشن دے٬په ګرانۍ كښې اضافه مصنوعي ده٬په دې قابو موندلو لپاره اقدامات كولې شي٬د كاركردكۍ په بنياد به راتلونكې ټا??نې هم ګټو۔په پنډدادو كښې د سوئي ګاز پرانستې نه پس غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د ټولې سيمې كليو ته ګاز او برېښنا وركول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل چې اولس ته بنيادي آسانې وركول د اوسني حكومت مشن دې٬اولس سره كړې هر لوظ به پوره كوو۔ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې مشران په يو پیج نه دي هر يو خپله خپله نظريه لري او د دې به هېواد ته ګټه ونه رسي۔ده ووئيل چې پي ډي اېم اولس د استعفٰی اخستلو خبره كوله اوس استعفٰی ګانې خپله وركوي۔وړاندې مو هم وئېلي وو او اوس بيا وائيو چې نه به استعفٰی واخلي او نه يې وركولې شي۔د ??وي مقصد خلك ګمراه كول دي۔د سېنېټ په ټا??نو او ضمني ټا??نو كښې برخه اخستل د ??وي ښه سوچ دې۔وفاقي وزير په يونين كونسل رنيال كښې هم د پرمختيائي ??روژو پرانسته وكړه۔