اسلام آباد۔26جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پي ډي اېم نه كومه خطره نشته۔ پيپلز پارټي او ن ليګ د عدم اعتماد تحريك په راړولو يو بل سره اختلاف لري۔ د نوې امريكائي انتظاميې ترجيحات زمونږ د نقطه نظر له مخې دي۔ د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو كښې خارجه وزير ??وئ??ل پي ډي اېم كښې يو والے نشته ۔ پيپلز پارټي كله هم استعفی وركولو او د سندھ حكومت قرباني وركولو ته تيارېدې نه شي۔ هغه ??وئ??ل نېب قوانين كښې بدلونونو لپاره چې اپوزيشن كوم 34 نكات تجويز كړي هغه د عمل وړ نه دي۔ خارجه وزير ??وئ??ل نوې انتظاميه حق لري چې څيزونو ته په خپل نقطه نظر وګوري۔ زمونږ دريځ دا دے چې د افغان مسئلې كوم پوځ حل نشته ٬ د دې يوازينې لاره مذاكرات دي۔۔ هغه ??وئ??ل نوې امريكائي انتظاميه افغانستان كښې تشدد كښې كمے غواړي او مونږ هم دا غواړؤ۔ هغه ??وئ??ل زه دا په ډاګه كول غواړم چې مونږ به نوې امريكائي انتظاميې سره د امن په هڅو كښې شريك يؤ۔ افغانستان كښې امن راوستل د ټولو ذمه واري ده۔ ټول بوج په پاكستان اچول مناسب نه دي۔ ده ووئېل د دې مسئلې اصل حل د افغان مشرتابه په لاس كښې دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ??وئ??ل زمونږ په سفارت خانو كښې 80 فيصده افسران د خارجه وزارت نه اخستې شي او 20 فيصده د ضرورت له مخې د نورو څانګو نه۔ په سوشل ميډيا په دې اړه ډنډورې جواز نه لري۔ د كشمير په اړه خارجه وزير ??وئ??ل د ملګرو ملتونو په شمول په هر يو نړيوال فورم مونږ د كشمير مسئله پورته كړې ۔ مونږ هيله لرو چې نوې امريكائي انتظاميه به په دې حقله خپل فعال كردار ترسره كړي۔ هغه ??وئ??ل نړيواله ميډيا چې نن د مقبوضه كشمير په حقله څومره متحرك ده دومره وړاندې نه وه۔ دغسې د بشري حقونو نړيوا?? تنظيمونه هم نن د وړاندې په مقابل كښې په هند زيات ټكونه كوي۔ خارجه وزير ??وئ??ل د كشمير سودا څوك هم نشي كولې ۔ زما اپوزيشن ته خواست دے چې هغوي په دې سياست نه كوي۔ هغه ??وئ??ل د براډ شيټ په اړه مونږ سپېځلې پلټنې غواړؤ۔ دا لوظنامه كله وشوه ٬ چا وكړه ؟ پي ټي آئي د دې ذمه وار نه دے۔ خارجه وزير ??وئ??ل هند سره د دوه اړخيزه تجارت هېڅ امكانات نشته۔ هند سره كومه بېك چېنل رابطه نشته۔ هغه ??وئ??ل د سعودي عربستان م??نه كوؤ كوم چې په سخت وخت كښې مونږ ته لاس راكړې۔ خارجه وزير ??وئ??ل كله چې مونږ د مصنوعي طريقې سره د خپلې روپۍ مستحكم كولو هڅه كوؤ نو د دې زيان خو به وي لكه څنګه چې اسحاق ډار كړي۔ مونږ دغې غلطې پرېكړې ته بيا كتنه كړې ځكه د ډالر قيمت زيات شو۔ هغه ??وئ??ل ګراني د مسلم ليګ نواز ډالۍ ده۔ په زيات نرخ د برښنا لوظنامې د ن ليګ ډالۍ ده۔ هغه ??وئ??ل په دغې دوه نيمو كلونو كښې د قرض حجم 25 زره اربه نه 26 ن??م زره اربه ته رسېدلې۔ كوم چې نزدې 11 ن??م زره اربه جوړېږي۔ دې كښې درې زره اربه هغه وې كومې چې د ډالر بيعې زياتېدو د لاسه زمونږ په معيشت بوج شوي ۔ دې كښې 6 ن??م زره اربه د تېرو حكومتونو اخستې شوو قرضونو په وركولو تلي