اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د روغتيا ??زارت پارلماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد وئيلي دي د كورونا واكسين ټرائل په وروستي پړاٶ كښې دے، د واكسين جوړېدو نه پس به دغه په وړومبي پړاٶ كښې د 3 لكه ن?? زياتو فرنټ لائن كاركنانو ته لګولې شي، د واكسين لګولو عمل به د فرورې په پېل كښې پېل شي. په خپله يوه مركه كښې هغې ووئيل حكومت د كووېډ 19 واكسين جوړونكو نړيوالو كمپنو سره په تماس كښې دے. هغې ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې به دوه قسمه خلقو ته دا واكسين لګولې شي چې پكښې د روغتيا ??رنټ لائن كاركنان ا?? د 65 كلونو نه د زيات عمره كسان شامل دي. هغې باور وركړو چې د كورونا په ضد به يو محفوظ او موثر واكسين ډېر زر پاكستان ته راشي. هغې ووئيل د چين ا?? روسيې لخوا په شريكه جوړ واكسين په وروستي پړاٶ كښې دے. هغې وضاحت وكړو چې د كورونا وېكسينېشن ټرېننګ پروګرام مقصد د روغتيا ??اركنانو ته مناسبه تربيه او مهارت وركول دي كوم به چې د كورونا واكسين په كمپائن كښې ګډون كوي.