د سي ټي بي سي اېم د ډيزائن، اصولو او د عمل درآمد منصوبې منظوري
اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ ??فا??ي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې پاور ډويژن كابينه كمېټۍ ته غور او جاج اخستو لپاره د مسابقتي تجارتي شريكې لوظنامې مارکيټ (سي ټي بي سي اېم) ډيزائن وړاندې كړے شو۔ ډويژن كمېټي د خپل عملدرامد د منصوبو نه خبر هم كړه۔ پاور ډويژن كمېټۍ ته ووئيل په ورومبي پړاٶ كښې به ون مېګاٶاټ يا د دې نه د زيات بوجه م??رف كوٶنكي په مسابقتي مارکيټ كښې برخه اخلي٬ دا صارفين د برېښنا په مجموعي خرڅ كښې 16 فيصده نمائندګي لري چې ماركيټ مستحكم او پوخ شي نو په ماركيټ كښې به نور م??رف كوٶنكي شامل شي۔ کمېټي د سي ټي بي سي اېم د ډيزائن، اصولو او د عمل درآمد د منصوبې منظوري وركړه۔ ۔ په غونډه كښې ??فا??ي وزيران عمر ايوب خان، سېنېټر شبلي فراز ، شيخ رشېد احمد، د وزيراعظم صلاحكارو عبد الحفيظ شيخ ، نديم بابر او عبدالرزاق داؤد ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د تجارت او سرمايه كارۍ وزارت او د بېلا بېلو ډويژونو عهدېدار هم موجود وو۔