دبئۍ 18 دسمبر(اے پي پي) خارجه ??زير مخدوم شاه محمود قرېشي په ابو ظهبي كښې د شېخ زېد ګرينډ جومات دوره كړې او په دې موقع خارجه ??زير د خپل پلاوي سره د جمعې مونځ په ګرېنډ جومات كښې ادا كړے۔ په يو اے اي كښې د پاكستان قونصل جنرل احمد امجد علي او په ابوظهبۍ كښې د پاكستان سفارت ناظم الامور امتياز احمد ګوندل هم خارجه ??زير سره ملګري وو۔ په دې موقع خارجه ??زير جومات سره پېوست د ارواښاد شېخ زاېد بن سلطان آلنهيان مزار ته هم لاړو ۔ ده د ارواښاد مشر د نړۍ د بېلا بېلو قامونو ??رمېنځه د روادارۍ او د شريك سوله ايز سباٶن د پېغام هم تذكره وكړه۔ وفاقي وزير د جومات د بېلا بېلو برخو دوره وكړه۔ په دې موقع د جومات ډائرېكټر جنرل ډاکټر يوسف العبېدي خارجه ??زير د جومات تاريخ او د دې په جوړولو كښې د استعمال شوو څيزونو او فن تعمير په اړه خبر كړو۔ دغسې خارجه ??زير شاه محمود قرېشي د جومات د طرز تعمير او فني ښكلا ستائنه وكړه۔