اسلام آباد 18 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د افغان جمهور ريئس اشرف غني په بلنه (نن) د زيارت په ورځ د كابل دوره كوي٬ د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس د وزيراعظم عمران خان دا د افغانستان وړومبۍ دوره ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د وزيراعظم په پلاوي كښې به خارجه وزير ٬ تجارت او سرمايه كارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار او نور لوړ پوري شامل وي۔ د پروګرام له مخې به وزير اعظم اشرف غني سره ??لا??ات كوي٬ د پلاويو په كچه به خبرې اترې او د ګډې خبري كنفرنس به هم كوي۔ ??لا??اتونو او د خبرو اترو په مهال به د پاکستان او افغانستان ترمينځه په دوه اړ??يزه اړيكو٬ د افعان امن عمل٬ سيمه ايز معاشي پرمختګ او د رابطو لا مستحكم كولو سره په اړوندو چارو بحث كولے شي۔ د وزيراعظم دا دوره د پاکستان او افغانستان ترمينځه پرله پسې د لوړې كچې د تبادلو برخه ده٬ افغان صدر اشرف غني په آخري ځل په جون كال 2019 كښې د پاكستان دوره كړې وه د دې نه وړاندې دواړو مشرانو د تېر كال مئي مياشت كښې په مكه مكرمه كښې د او آئي سي مشرانو 14مي غونډې په مهال ??لا??ات كړې ٶ، د دې نه علاوه وزيراعظم د روان كال ستمبر مياشت كښ?? صدر اشرف غني سره ټېلي فوني خبرې هم كړې وې۔ د وزيراعظم د دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه په يو شمېر څانګو كښې دوه اړ??يزه مرستې ته وده وركول دي په دې تناظر كښې په دې وروستيو كښې خارجه وزير شاہ محمود قرېشي افغان همڅنګ سره ??لا??ات كړې ٶ او د دې نه علاوه ا فغانستان د قامي روغې جوړې چيئرمېن (اېچ سي اېن آر) ډاکټر عبد اللہ عبد اللہ، د اولسي جرګې سپيكر رحمن رحماني، او د تجارت وزير نثار هم د پاكستان په مهمه دوره راغلے وو۔ وياند له مخې د پاکستان او افغانستان اولس تاريخي ، مذهبي ، كلتوري، د قرابت ، دود دستور او شريكو رش??و كښې يو بل سره تړلې دي۔ د وزيراعظم دا دوره به د دواړو روڼو هېوادونو ترمېنځه قوي او ګڼ اړ??يزه اړيكو ته وده وركولو لپاره مرستياله وګرځي