اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي هند د نړۍ د ټولو نه لوي ت??هګر هېواد دے د چا لاسونه چې د كشميريانو په وينه سره دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د قامي اسمبلۍ سبيكر اسد قېصر د دې خيالاتو څرګندونه د کشمير آ??فن ريليف ټرسټ (کورټ) تر سېوري لاندې دستورې ته خپ??ه وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د كشمير د حق يعنې د آزادۍ ه??ې ځلې د نړۍ په هر فورم رامخې ته كوي او په مقبوضه سيمه كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په لويه كچه خلاف ورزۍ او د كشميريانو قتل به ضد غږ پورته كوي۔ ده ووئېل كشميريان دې ځان تنها نه ګڼي ٬ 22 كروړه پاكستانيان دوي سره ولاړ دي۔ په دې موقع ده د کشمير آ??فن ريليف ټرسټ ستائنه كولو سره ووئيل نړۍ كښې د انسانيت خدمت او د يتيمانانو په سر د شفقت لاس اېښودل عظيم كار دے او زه د ټرسټ چيئرمېن او د ھغه ټولې ډلې له مباركي وركوم۔