اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي ??ي) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته طلب كړے شوے۔ هندي سفارتكار ته د ستمبر په 13مه نېټه د شپې په وخت د كنټرول لائن په جندروټ سېكټر كښې د جنګ بندې په بلااشتعال خلاف ورزو سخت احتجاج شوے۔ د هندي پوځ په بلااشتعال ډزو كښې درې بې ګناه وګړي سخت ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته طلب كړے شو او هغه ته احتجاجي مراسله سپارل شوېِ٬ هندي سفارتكار ته وئيلي شوي دي چې د هند قابض پوځ د اېل او سي او وركنګ باؤنډري پرله پسې خلاف ورزې كوي او ?? آرټلري٬ درنې او خودكار وسلې دلارې عامه آبادي په نښه كوي۔ هندي سفارتكار ته ووئيل شول چې قصداَ آبادي په نښه كول ډېر د افسوس خبره ده٬ دا د انساني ??ظمت او وقار٬ د نړيوالو بشري حقونو څرګنده خلاف ورزي ده۔ د هند دې خلاف ورزو سره سيمه ايز امن سختو خطرو سره مخ دے او د دې نتيجه د كومې ستراتېژيكي غلطې په صورت كښې راوتلې شي۔ هند سږ كال 2245 ځله د جنګ بندې بلا اشتعال خلاف ورزې كړې دي چې پكښې 18 بې ګناه وګړي شهيدان او 180 ژوبل شوي دي۔ په هند زور راوړل شو چې هغه دې د كال 2003م د جنګ بندې د لوظنامې پاسداري وكړي۔ د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو ته دې د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړي