اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاكستان اسرائيل كله هم تسليمولے نه شي۔ سعودي عربستان او پاكستان د ورورولۍ اړيكې لري۔ په هر سخت وخت كښې دواړه هېوادونه يو بل سره ولاړ پاتې شوي۔ دواړه هېوادو??ه ټول عمري له په نړيوالو چارو او مسئل?? په مشاورت سره كار كوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سعودي عربستان سفير سره پارلېمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيك?? په شمول په مهمو چارو خبرې وشوې۔ د سېنېټ چيئرمېن د سعودي عربستان باچا شاه عبد الله او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صادق سنجراني ??وئ??ل پاكستان كله هم اسرائيل تسليمولے نه شي۔ د اسرائيل په حقله د متحده عرب امارات پرېكړې اثرات به تر اوږدې مودې پاتې وي۔ پارلېمېنټ ا?? په خاص توګه د سېنېټ لخوا د دې عزم پخلے كوؤ چې د حرمېن شريفېن حفاظت له به له كومې قربانۍ هم ډډه ونه كړې شي۔ ده ??وئ??ل د سعودي عربستان لخوا په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كله هم نشو هېرولې۔ د سېنېټ چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې سعودي عربستان به سباؤن كښې هم د دې جذبې سره د پاكستان مرسته روانه ساتي