اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) پاکستان د تل پاتې او پشپړه پرمختګ په لاره روان دے۔ ټولې معاشي اشارې او اوسنې پېشرفت د معيشت بحالۍ ٬ نمو ته وده وركولو ٬ قيمتونو كښې استحكام ٬ زلمو ته روزګار وركولو او د مهمې بنيادي اډانې بيا ودانولو كښې د ??كو??ت مجموعي معاشي كاركردګۍ كښې پياوړتيا په ګوته كوي۔ دا خبره د خزانې وزارت لخوا د آزادۍ ورځې حوالې سره په جاري شوي تفصيلي بيان كښې شوې ده۔ بیان كښې وئيلې شوي دي چې ??كو??ت د مؤثره پالېسي سازۍ او په هدف د اډانه اصلاحاتو د لارې تل پاتې او د بشپړه رفتار ترلاسه كولو مقصد سره د معيشت بنيادي اصولو د سمولو عزم لري۔ راپور كښی وئيلي شوي چې د مالی كال 2020ء په پېل معيشت كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شو۔ چې ورسره بهرنۍ ادائيګۍ ښې شوې۔ د حسابات جاريه خساره كمه شوه۔ اېكسچېنج رېټ مستحكم شو۔ د سرمايه كارو باور زيات شو۔ په ګرانۍ قابو وموندلے شو۔ مالي كال كښې د حسابات جاريه خساره كښی په مجموعي توګه 77.9 فیصده كمې وشو۔ ترسیلات زر د تېر مالي كال په مهال د ریکارډ 23.1 ارب ډالر كچې ته ورس??دل?? تېر كال هېواد كښی نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې 88 فيصده اضافه وشوه۔ د پاک چین آزادانه تجارت لوظنامې دوهم پړاؤ پېل شو۔ د ما??يا??ي څانګې پياوړتيا له ??كو??ت ګامونه مرستيال ثابت شوي دي۔ تېر مالي كال كښې د اېف بي آر ټېكس محصولاتو كښې د زياتوالي شرح 4.4 فیصد وه۔ په دې موده كښې د 3998 اربه روپۍ محصولات جمع كړې شول۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې اېف بي آر د كووېډ 19 په سبب د لاك ډاؤن باوجود د هدف مقابله كښې د 91 اربه نه د زياتو روپو محصولات جمع كړل۔ د كركيلې څانګې پرمختګ له ??كو??ت قومي زرعي هنګامي پروګرام پېل كړو۔ ددې پروګرام ترسېوري لاندې د 277 اربه روپو ماليت 13 لويې منصوبې روانې دي۔ وزیراعظم د ریلیف پېکج ترسېوري لاندې یوټېلیټی سټورز کارپورېشن له 10 اربه روپۍ جاري كړې۔ یوټیلیټی سټورز کارپورېشن ته نورې 21 اربه روپۍ جاري كړې شوې۔ ??كو??ت يو كروړ 20 لكه كورنيو سره فوري مرسته كولو له احساس اېمرجنسی کېش پروګرام پېل كړو۔ دې مقصد لپاره 144 اربه روپۍ بېلې كړې شوې۔ احساس اېمرجنسی کېش پروګرام يو كروړ 20 لكه مستحقينو ته د مرستې رسولو هدف ترلاسه كړې دې۔ راپور كښې دا هم وئيلې شوي دي چې دا خبره د يادونې وړ ده چې ??كو??تي اقدامات او ددې په نتيجه كښی رامخې ته شوې كاميابۍ نړيوالو ما??يا??ي ادارو او په خاص توګه آئي اېم اېف ستائلې دي۔ بلوم برګ پاكستان سټاك ماركيټ د نړۍ تر ټولو غوره او تندۍ سره پرمختګ كوؤنكو ماركيټونو كښې شامل كړے دے۔ پاکستان کاروبار كښې آسانيو لپاره د نړيوال بېنك 2020 رینکنګ ??ښې 10 هېوادونو كښې شامل دے۔ دې رېنكنګ ??ښې پاكستان د 28 نقطو ښه كېدو سره په 108 م پوزيشن دے۔