اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحات وفاقي ??زي?? اسد عمر وئيلي دي د سي پېك په دوهم پړاٶ كښې د صنعتي ځايونو جوړولو او زرعي څانګې ته پام كولې شي، په دې لړ كښې خاص مذاكرات روان دي، په سماجي او معاشي څانګو كښې بهترې لپاره مرسته زياتولې شي، كومه چې د دې خبرې ثبوت دے چې د سي پېك په پروژو كښې مضبوطيا ??و پراختيا ??وانه ده. ده دا خبرې دوستې راډيو سره په ځانګړې مركه كښې كړي. وفاقي ??زي?? د سي پېك دوهم پړاٶ د ډاډ وړ ګرځولو سره ووئيل په اوسني وخت كښې درې څانګو ته خاص پام كولې شي. په فېصل آباد كښې د وړومبي اقتصادي زو?? پرانسته شوې او د رشكئي اقتصادي زو?? لپاره لوظنامه شوې. وفاقي ??زي?? ووئيل د چين د صنعتي ادارو لخوا په پاكستان كښې معاشي چارې پېل كول ?? حكومت د خواهشاتو له مخې دي. وفاقي ??زي?? ووئيل د سندھ په دهابيجي سيمه كښې ډېر زر د پرمختګ امكان دے. وفاقي ??زي?? ووئيل د درېمې څانګې له مخې اېكنك د اېم اېل ون پروژې منظوري وركړې كومه چې نه يوازې د پاكستان رېلوے د تاريخ بلكې د سي پېك هم تر ټولو لويه پروژه ده. وفاقي ??زي?? په هانګ كانګ كښې د ټاكنو په صورتحال د لوېديزو هېوادونو نيوكې رد كړې او وې وئيل دا د چين كورنۍ معامله ده. ده ووئيل د چين خپل سياسي نظام دے كوم چې د هغه ځائ حكومت د خپل آئين له مخې چلوي او چين دا حق لري چې هغه خپلې پرېكړې په خپله وكړي