اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خ??رونو وفاقی وزیرسېنېټر شبلی فراز وئيلي دي چې هند په 5 اګست 2019ء د کشمیر په ??ان متنازعه سيمه په ??یر قانونی توګه خپله برخه ګرځولې، په ??ې صورتحال كښې د پاکستان سیاسی نقشه د پاکستانی او کشمیری اولس د تاریخی موَقف عکاسی کوي، دا نقشه زمونږ د سيمه ايزې ادعا (ټیریټوریل کلیم) هم عکاسي كوي۔ د كشمير د استحصال ورځې په موقع اېف نائن پارك اسلام آباد كښې د پاکستان سیاسی نقشې اجراء دستورې ته ??طاب کښې وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل د پاکستان سیاسی نقشه كښې مونږ ټولو سيمه ايزو ادعاګانې ظاهر کړې او ټوله نړۍ او پاکستانې اولس مو د خپل موَقف څخه خبر كړې۔ده ووئيل د پاکستان عمر له دا موَقف ؤ او مونږ په ??ې موَقف ولاړ يو۔ د اطلاعاتو وزیر ووئيل د کشمیر مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي، كوم كښې چې کشمیری اولس له د خپل سباؤن د پريكړې كولو اختیار وركړے شوے۔ د اطلاعاتو وزیر ووئيل د پاکستان دا سیاسی نقشه علامتی(سیمبولك) ده او د پاکستان آفی??ل نقشه هم دا ده۔ په ??ې موقع د وزیراعظم د قامی سلامتیا خاص مرستيال معید یوسف ووئيل په ??ې نقشه كښې مونږ په واضح توګه ليكلې چې کشمیر متنازعه سيمه ده۔ ده ووئيل بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د مقبوضه کشمیر پريكړه وكړې شي، دا د پاکستان وړومبۍ سیاسی نقشه ده كومه چې د هر يو پاکستانی او کشمیری اولس د هيلو عکاسی کوي