اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي 80 لكه كشميريان خپلو كورونو كښی بنديوان دي ٬ د قابض هندي ځواكونو لخوا په لويه كچه د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پټولو له نړۍ سره مواصلاتي رابطې قطع كړې شوې دي۔ ځوانان په جعلي مقابلو كښې شهيد كولې شي او تش د نامې د پلټنيو كارروائۍ روزانه كېږي۔ د کشمیر حقیقی سیاسی مشرتابه زندانونو ك??ې ده۔ په 5 اګست 2019ء پورته كړې شوې هندي ګام ٬ پوځي محاصره او د مواصلاتي رابطو قطع كېدل د انسانيت په ضد جرم دے۔ د استحصال ورځې په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان وو??يل د هند غېر انساني پوځي محاصرې او د مواصلاتو بندېدو د مقبوضه كشمير اولس ژوند او روګار تباه كړے او د دوئي شناخت ئې خطر سره مخ كړے دے۔ ده وو??يل د هند انتها خوښې او توسيع پسندانه سوچ لرونكي بي جے پي آر اېس اېس نمائنده هندي حكومت د هندو توا ايجنډا مخ په وړاندې بوځي او هندي حكومت منطقه ك??ې د آبادۍ تناسب بدلول غواړي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ٬ نړيوالو قانونونو او په خاص توګه د څلورم جنېوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده وو??يل كشميريانو د هند غېر قانوني اقدام رد كړے دے او پاكستان ٬ پارلماني غړو ٬ خبريالانو ٬ د بشري حقونو كارمندانو ٬ د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو او نړيوالې ورورولۍ هم مقبوضه جموں وكشمير ك??ې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړے دے۔ هند د نړۍ په وړاندې د يو جارح او جابر هېواد په توګه په ډاګه شوے دے۔ د دې د سېكولر او جمهوري هېواد كېدو ادعاګانې نړۍ ته ښكاره شوي دي۔ ده وو??يل پاكستان به ټول عمري ?? كشميري وروڼو خوېندو ملاتړ كوي او مونږ به چرې ?? كشميري اولس په ضد د هند غېر قانوني ګامونه او ظلم او جبر قبول نه كړو۔ ده وو??يل هند وړاندې نړيوالې ورورولۍ ته رسېدو له ?? كشميري اولس غږ غلي كولو كښې ناكامه شوې او اوس به په كشميري اولس څوك چې د منصفانه حقونو او بنيادي آزادۍ ??طالبه كوي د هندوتوا سوچ مسلط كولو كښې ناكامه شي۔ ده وو??يل هند دے په دې پوهه شي چې د هر يو كشميري شهادت او د هر يو كشميري كور سوزول يا ويجاړول به د هند قبضې څخه آزادۍ ??ه ?? كشميري اولس عزم لا قوي كړي۔ پاكستان به کشمیری اولس سره آزادۍ ??پاره ددوئي هڅو كښې تر هغه وخت اوږه په اوږه ولاړ وي تركومې چې دوئي ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وركړے شوے نه وي۔