اسلام آباد۔ 12 اپریل (اے پی پی) د ??زیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا وائرس موجود صورتحال ٬ د دې مخنيوي له د اقداماتو ٬ د صنعتونو او معاشي هلو ځلو روانولو په اړه تګلارې وضعه كولو او د سباؤن لائحې ترتيب كولو ح??ال?? سره د لوړې كچې غونډه وشوه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو ب??تی??ر، اسد عمر، اعجاز احمد شاہ، عمر ایوب، حماد اظهر، سید فخر امام، صلاحكار عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيالانو ډاکټر معید یوسف، ډاکټر ظفر مرزا، بیرسټر شهزاد اکبر، تانیه ادریس، د کووېډ۔19 فوکل پرسن ډاکټر فېصل، چیئرمېن اېن ډی اېم اے او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د پنجاب او خېبر پختونخوا اعلی وزيرانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو