اسلام آباد ۔ 5 اپریل (اے پی پی) د وزيراعظم د بې وزلۍ كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي د حكومت لخوا په احساس اېمرجنسي كېش پروكرام عمل تندۍ سره روان دے?? د پ??وګ??ام د لارې به وفاقي حكومت 120 لكه كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركوي۔ دې پ??وګ??ام څخه به د څلورو واړو صوبو په شمول د كشمير او ګلګت بلتستان وګړي هم استفاده كوي۔ احساس کفالت پ??وګ??ام كښې شام??و مېرمنو ته به هم 4 مياشتو لپاره 12 زره روپۍ يو ځائ وركولې شي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس كښې دې و??ئيل صوبې به هم خپل بجټ كښې د مستحقو وګړو مرسته كوي۔ دې و??ئيل د زياتو خواستونو په صورت كښې به پ??وګ??ام پراخا كولې شي۔ دې و??ئيل د سټېټ بانك د لارې ډېټا جمع كولې شي۔ دې سره سره اېف بي آر او نورې ادارې هم مرسته كوي۔ دې و??ئيل بېړني كېش لپاره د شناختي كارډ لمبر په 8171 لېږلې شي او ددې د لارې به د سړو په نامه رقم جاري كولې شي۔ دغسې د سفري خرڅونو او ګاډو تفصيلات هم جمع كولې شي۔ ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل حكومت د هېواد د تاريخ تر ټولو لوئے ريليف مهم چلوي۔ دې و??ئيل دې پ??وګ??ام لپاره 144 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دې و??ئيل وفاقي او صوبائي ملازمين به دې پ??وګ??ام كښې د برخه اخستو اهل نه وي۔ ًمستحق وګړو ته به د بائيو مېټرك پيژندګلو څخ وروستو رقم استولې شي او دې لپاره 18605 سېل پوائنټس مقرر كړې شوي دي۔ مستحقین به د شراکتی بانكونو پوائنټ آف سېل مرکزونو او اے ټيم مشينونو څخه خپل رقم ترلاسه كولې شي۔