اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) د كرونا وائرس وباﺀ مخ نيوي له ټول صوبائي حكومتونه او پوځ شپه او ورځ كار كوي٬وزير??عظ?? عمران خان د كرونا وائرس د وضعې په خپله څارنه كوي٬د قامي هلو ځلو ملاتړ لپاره مېډيكل ايكشن پلان جوړ كړی شوې٬د دريو واړو وسله والو ځواكونو مېډيكل آسانۍ هر ډول چمتو كړی شوي٬د كرونا وائرس په حقله په وخت او سم معلومات اولس ته رسولو له د موبائل كمپنو سره په ګډه پېغامونه اولس ته رسولې شي٬پھ سوشل مېډيا د احتياطي تدابيرو پھ حقله معلومات وركړې كېږي٬تفتان كښې قرنطينه مركز كښې د پاك ??وځ مېډيكل ډلې معاونت كوي٬په زمكيزو لارو او په هوائي مېدانونو پوځ او سول انتظاميه سكريننګ كوي٬د 21 مارچ څخه به ملتان٬فېصل آباد او په كوئټه هوائي مېدانونو نړيوال تګ راتګ پېل كړی شي٬وفاقي او صوبائي حكومتونه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬دغسې د سنټرل كمانډ اينډ كنټرول پليټ فارم جوړ كړې شوې۔د زيارت په ورځ د وزير??عظ?? د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالو ډاكټر فردوس عاشق اعوان د دريو واړو وسله والو ځواكونو وياند ميجر جنرل بابر افتخار او د وزير??عظ?? د قامي روغتيا په حقله خاص معاون ډاكټر ظفر مرزا پھ ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل وزير??عظ?? د صورتحال پخپله څارنه كوي٬صوبائي حكومتونه د وفاق سره په ګډه شپه او ورځ كار كوي٬د اولس ?? ځان او مال حفاظت د حكومت ??ړو??بې كار دے۔دې ووئيل د اولس ?? ځان او مال ساتنه وزير??عظ?? خپله ??ړو??بۍ ذمه واري ګڼي۔هېڅ ډول بېغوري به اونه زغملې شي۔دې ووئيل وزير??عظ?? تېره ورځ د قرنطينه سنټر معائنه كړی او د زائرينو مسائل يې اورېدلې ۔وزير??عظ?? پېغام وركړی چې مونږ به په ګډه د كرونا مقابله كوو۔دې ووئيل د كرونا وائرس څخه د نړۍ معيشت ته زيان رسېدلې او د كورونا ترمخه قامي معاشي پالېسۍ ترتيب كول دي۔دې ووئيل قام د ټولو چېلنجونو مقابله كړی٬د اولس ?? ځان او مال ساتنه د حكومت ذمه واري ده٬د دې وباﺀ نه د پاكستان معيشت ته هم زيان رسېږي او د سمندر پورې پاكستانيانو د اړخه د ترسيلات په رالېږلو به هم آغېز پريوځي٬په معيشت د كورنا اثراتو جاج اخستلو له د خزانې صلاحكار په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړی شوې٬هغوي پام لرنه كوي چې د معيشت ګاډې اونه درېګي۔دې ووئيل د ديهاړي مارو لپاره تګلاره جوړه وو٬اولس ته غږ كوو چې د ګڼې نه ځان اوساتي۔دې ووئيل د اوسنو حالاتو ناجائزه ګټھ پورته كوونكو ذخيره كوونكو په ضد به سخته كاروائي كېږي۔د وسله وال پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ووئيل د كورنا وائرس په وباﺀ قابو موندلو له پوځونه چمتو ولاړ دي٬د اولس ??اور د پاك ??وځ اثاثه ده٬هر چا له د ذمه وارۍ څرګندونه پكار ده۔ده ووئيل پاك ??وځ د سول ادارو سره په ګډه ټولې آسانۍ كاروي او په قرنطينه كښې هم مرسته كوي۔ده ووئيل د نېشنل سېكورټي د 13مې مارچ غونډه كښې په ګډه يوه لائحه جوړه كړی شوې ٬ مونږ دعا كوو چې لوے څښتن د دې وباﺀ نه پاكستان اوساتي۔ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل سرلښكر فارمېشن ته د هر ډول ملاتړ سپارښتنه كړې او د دريو واړو ځواكونو مېډيكل آسانۍ چمتو كړی شوي۔ ده ووئېل د پاك ??وځ ټولې ادارې پھ ګډه څارنه كوي٬د ملتان پھ قرنطينه سنټر كښې پاك ??وځ په زړه پورې مرسته كوي دغسې پھ سكهر كښې رينجرز د قرنطينه سنټر ج??ړو??و له معاونت كوي۔وياند ووئيل خلكو ته په وخت او سم معلومات وركول ضروري دي۔د موبائل كمپنو سره په ګډه پیغامونه اولس ته وركړې كېږي او د مېډيا د لارې د اوسني صورتحال نه اولس ??بروو۔ده ووئيل د وباﺀ مخ نيوي له مېډيكل پلان آف ايكشن جوړ كړی شوې٬د وسله والو ځواكونو مېډيكل آسانۍ به په بېړنۍ وضعه كښې كارولې شي۔د فيس ماسك او سينټائزر ج??ړو??و لپاره د پاك ??وځ سائنسمداران معاونت كوي٬مونږ كرائسسز او رسك منيجمنټ سټرټېژي جوړه كړی ٬په كميونيكېشن سټرټېژي كښې د ټولو نه مهمه د اولس ??ره رابطه ده۔ده ووئيل په اوسني صورتحال كښې علماﺀ٬دانشوران او هر سړے دې خپل كردارترسره كړي۔مونږ له په احتياط د دې مقابله كول دي۔د وزير??عظ?? د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل په 176 هېوادونو كښې د كورونا وائرس رنځوران رپورټ شوي كومه چې تشويشناكه خبره ده ٬ دغسې په نړۍ كښې د ځپليو رنځورانو شمېره 2 لكه 20 زره ده خو په سخت وخت كښې قام يو موټې دے او چې كله هم پھ پاكستان سخت وخت راغلې اولس ملګرتيا كړی۔ده ووئيل چين چې څنګه پھ دې وباﺀ قابو موندلې هغه مثال نه لري۔د اولس مشر چين دورې پھ مهال د صحت په اړه لا ښېګړی له خبرې شوي۔ ده ووئېل په راروانو څو ورځو كښې د چين پوهانو سره وېډيو كنفرنسونه پېل كوو۔ډاكټر ظفر مرزا پاكستان كښې د 326 رنځورانو رامخې ته كېدو او دوو مرګونو تصديق كولو سره ووئيل اوس نېشنل ډېش بورډ جوړ شوے چې ورسره د صورتحال جاج اخستې شي۔ده اولس ته غږ وكړو چې د ستړې مشو كولو ٬د غاړو وركولو نه ډډه وكړې ۔روغتونونو ته د ضرورت نه غېر مه ځۍ او د ضرورت په وخت د رنځور سره يو كس او پي ډي ته لاړ شئ۔ده ووئيل اولس ته د كورونا په حقله تازه او مصدقه اطلاعات وركولو له حكومت وېب پاڼه جوړه كړی چې http: //covid.gob.pkباندې اولس ?? صورتحال په حقله حفاظتي اقداماتو په اړه معلومات ترلاسه كولې شي