ملتان 23 فروری (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ځينې قوته د امريكې ا?? طالبانو ترمېنځه په مذاكراتو كښې خنډ پېدا كول غواړي، د فرورې په 29مه نېټه به په دوحه كښې ت??ري??ي لوظنامه د امن په پلو لوي ??رمختګ وي. د اتوار په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې مونږ امريكې ته وئيلي دي چې په داسې قوتونو به نظر ساتل وي ??وم چې په مذاكراتو كښې خند پېدا كول غواړي چې دغسې خبره منطقي انجام ته ورسي. ده ووئيل چې د فرورې په 29مه نېټه په دوحه كښې ت??ري??ي لوظنامه كېدونكې ده. پاكستان د امن په دې ع??ل كښې د سهولت كار كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې مونږ د يو نيم كال نه په خاموشې سره د داسې ماحول جوړولو هڅه كړې چې د ډلو ترمېنځه خبرې پېل شي. مونږ طالبان قائل كړل او نړۍ ته مو ووئيل چې د افغان شخړې كوم پوځي حل نشته. مونږ د امريكې ا??لس مشر ډونلډ ټرمپ هم قائل كړو او د دې نه پس ده طالبانو سره مذاكراتو لپاره زلمې خليل زاد خپل استازې وټاكلو. ده ووئيل چې پاكستان باور لري چې د امريكې ا?? طالبانو ترمېنځه د امن لوظنامې نه پس به د پرمختګ يو نوې دور پېل شي.