اسلام آباد۔ 5 فروری (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې مېشته پاكستانيانو د كشمير يووالي ورځې په موقعه په ځانګړي ډول كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ټول پاكست??ن د آزاد كشمير جهنډو سره ښكلې ك??ې شوې وو۔ هر يو ښار او كوڅه په كوڅه د كشمير بنے ګا پاکستان نعرې پورته كېدې۔ وزیراعظم عمران خا?? كشميري اولس سره يووالي له د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد ته ورسېده چرته چې ده قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې ده د كشمير مسئلې په هر فورم د پورته كولو لوظ وكړو۔ په دې مهال هېواد كښی عامه رخصتي وه۔ د پاكستان او آزاد كشمير ترمينځھ په مهمو پلونو كوهله ٬ آزاد پتن او نورو پلونو د انساني لاسونو زنځيزونه جوړ ك??ې شول۔ د شورؤ په ورځ د هند لخوا د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت ختمولو او د څو مياشتو څخه د لاك ډاؤن په سبب د كشمير ورځ د معمول نه لرې په بشپړه ډول ولمانځلې شوه۔ ددې ورځې مناسبت سره يادګاري ټكټ جاري ك??ې شو۔ د ورځې لس بجې يوې دقيقې له خا??وشي اختيار ك??ې شوه۔ اسلام آباد كښې مېرمنو د فارن آفس مخې ته لاريون وويستلو كومې ته چې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونې خصوصي مرستيال خطاب وكړو۔ د اولس مشر او وزيراعظم په شمول ټولو قومي لارښودو ددې ورځې مناسبت سره په خپلو خصوصي پېغامونو كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ دې هندي ګامونه د سيمې امن او سلامتيا له خطر ګرځولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې په حل كولو زور راوړو۔ د كشمير يو والي ورځې په موقع په څلورو واړو صوبو كښې ويستلې شويو رې??يو ته اعلی وزيرانو خطاب وكړو۔ د پي ټي وي لخوا ددې ورځې حوالې سره 10کروړه خصوصی اېس اېم اېس ولېږلې شول۔ وفاقي تعليمي ادارو كښې مباحثې وشوې او د مضمون ليكلو مقابلې وشوې۔ ده ووئيل په ټولو فارن مشنز كښی د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې خصوصي پروګرامونه وشول۔ په پرنټ او الېكټرانك ميډيا خصوصي كمپائن وچلولې شو۔ د ورځې په پېل كېدو جوماتونو كښې د كشمير آزادۍ له خاص دعاګانې وك??ې شوې۔ پي ټي وي كښې د كشمير يو والي ورځې حوالې سره ګرېټ ډيبېټ وك??ې شو ك??م كښې چې لوئې شمېر مهمو قومي لارښودو ګډون وكړو۔ په ډي چوك اسلام آباد كښې د انساني لاسونو زنځير جوړ ك??ې شو۔ د قومي كشمير كمېټۍ تر سېوري لاندې د قومی اسمبلۍ په ټولو حلقو كښې د انساني لاسونو زنځير جوړ ك??ې شو په ك??م كښې چې د قومي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔ د كشمير يووالي ورځې په موقعه ټولو لويو ښارونو كښې د آزاد كشمري بېرغ پورته كړی شو۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو هم د كشمير يووالي ورځې په موقعې دستورې وكړې۔ برطانوی پارلیمنټ كښې ددې ورځې حوالې سره كنفرنس وك??ې شو كوم ته چې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خاان ٬ لارډ قربان حسېن په شمول لوئې شمېر پارلماني غړو خطاب وكړو