اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د چين پاكستان د اقتصادي لارې پروژې ﴿سي پېك ﴾ لپاره د جوړې كړې شوې خاص پارلماني كمېټې چيئرمېن شېر علي ارباب وئيلي دي چې ?? سي پېك او ون بېلټ ون روډ پروژې په نتيجه كښې به سيمه ايز يووالي پېدا شي٬ د سي پېك او ون بېلټ ون روډ پروژې سره به پرمختګ٬ امن او خوشحالي راشي۔ د شور وپه ورځ د سيمه ايز يووالي په اړه د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترسيوري لاندې يوې مذاكرې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې ?? سي پېك پروژه د پاكستان او د چين د اول?? د ??وستې څرګندونه ده۔ دا پروژه نه يوازې د مرستې٬ دوستې٬ امن ٬ ورورولۍ او د اقتصادي پرمختګ پروژه ده بلكې د ون بېلټ ون روډ پروژې سره به سيمه ايز يووالي پېدا شي۔ ده ووئيل چې پروژې سره به د مېنځنې اسيا او د سوئيلي اسيا هېوادو??و ترمېنځه د مرستې٬ ورورولۍ او اقتصادي پرمختګ لارې پرانستل شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې يو شمېر چېلنجونه ??و خو خوشحاله يم چې پروژه په تندې سره د ترسره كېدو په حال كښې ده او د عظيم دوست هېواد چين په مرسته به د دې پروژې ترسره كېدو نه پس په منطقه كښې د خوشحالې يو نوې پړاؤ پېل شي