اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبو ترمېنځه د همغږ?? وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د ربيع الاول د 12مې نېټې په شان سهار د نړۍ په تاريخ كښې نه راغلې او نه به راشي٬ نبي كريم ﴿ص﴾ د ظلمتونو ٬ ج??ال??ونو٬ نفرتونو٬ تعصباتو او ناانصافې خاتمه كړې٬ كه د ريبع الاول د 12مې نېټې سهار نه و راغلې نو نه به قرآن٬ نه به حج او نه به لمونځ او روژه وو ٬ دا هر ??ه د هغه سهار په بركت دي٬ د نړۍ ټولې ښكلاګانې د ح??ور نبي كريم ﴿ص﴾ نوم سره دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په كنوېنشن سېنټر كښې رياست مدينه او د اسلام تصور د تعليم??ت نبوي ﴿ص﴾ په رڼا كښې په موضوع نړيوال رحمت اللعاليمن كنفرنس په خپله وېنا كښې وكړې۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې په ننني كنفرنس كښې د پاكستان د ټولو صوبو او ښارونو نمائندګي ده٬ مونږ هڅه كړې چې علما٬ محقېقين او پوهان راجمع كړے شي۔ ده ووئيل چې د ربيع الاول د 12مې نېټې په شان سهار د نړۍ په تاريخ كښې نه راغلې او نه به راشي٬ نبي كريم ﴿ص﴾ د ظلمتونو ٬ ج??ال??ونو٬ نفرتونو٬ تعصباتو او ناانصافې خاتمه كړې٬ كه د ريبع الاول د 12مې نېټې سهار نه و راغلې نو نه به قرآن٬ نه به حج او نه به لمونځ او روژه وو ٬ دا هر ??ه د هغه سهار په بركت دي٬ د نړۍ ټولې ښكلاګانې د ح??ور نبي كريم ﴿ص﴾ نوم سره دي۔ ده ووئيل چې الله تعالٰي د ټولو نبيانو نه لوظ اخستې چې كه د دوي په دور كښې حضور﴿ص﴾ تشريف راوړو نو په هغه به ايمان راوړي او د هغه مرسته به كوي۔ ده ووئيل چې عمران خان د امريكې او اروپا خبره نه ده كړې بلكې د رياست مدينه خبره كوي او هغه د ملګرو ملتونو پشمول د او آئي سي په پلېټ فارم د اسلام حقيقي تشخص وړاندې كړے۔ هغه كس كوم چې خپله ځواني او د ژوند زياته برخه په اروپا كښې تېره كړې خو نن د رياست مدينه خبره كوي۔ ده ووئيل چې علما دې په دې اړه زمونږ لارښونه وكړي چې دغسې پاكستان د قائد او علامه اقبال پاكستان جوړ كړے شي۔