ملتان 10 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريش?? وئيلي دي چې د نواز شريف په علاج كښې مو خنډ نه دې پې??ا كړے٬ بلاول دې د آصف علي زرداري د ناروغې ثبوت وركړي٬ په هغې به هم غور وكړو٬ بايد نواز شريف علاج لپاره بهر لاړ شي٬ د هغه حالت اندېښمن دے٬ حكومت د ده په بهر تللو كښې كوم خنډ نه دې پې??ا كړے٬ مونږ دعا كوو چې هغه روغ رمټ شي٬ بېرته راشي او سياست پېل كړي۔ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل چې كه بلاول شكايت لري نو هغه دې هم د خپل والد آصف علي زرداري د ناروغې كوټلي ثبوتونه وركړي٬ په دې به هم غور وكړو۔ شاه محمود قريشي د بابري جومات د كېس د پرېكړې غندنه كولو سره ووئيل چې د بابري جومات پرېكړه د تضاداتو نه ډكه ده او د انصاف په بنياد نه ده٬ دا پرېكړه د كرتارپور لارې پ??انستلو په ورځ شوې۔ په هندوستان كښې د اقليتونو ژوند ګرانولې شي۔ كه مودي په كشمير كښې كرفيو ختم كړي او تور قوانين ختم كړي نو مونږ به ئې مننه وكړو۔ ده ووئيل چې د 97 ورځو نه په كشمير كښې پ??له پسې كرفيو نافذ ده۔