واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د لوبو په څانګه او په خاص توګه په كركټ كښې به اصلاحات كو??ې شي٬ په راتلونكي نړيوال كپ كښې به وظيفه اي لوبډله لوبغالي ته لېږو۔ په كېپټل ون اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې تاريخي غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم باور وركړو چې د نړيوال كپ نه پس ئې پرېكړه كړې چې كركټ به درست كړو۔ ده ووئيل چې ما ته معلومه ده چې زياته مايوسي شوې خو زما الفاظ ياد ساتئ ان شا الله په راتلونكي نړيوال كپ كښې به غوره لوبډله وړاندې كو??۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ ته په اصولو خپل ه??واد ودرول دي٬ الله تعالٰي زمونږ قوم ته ټېلنټ وركړے او چې چرته هم تللي دي٬ په محنت ئې ځان بره بوتللې۔ ده ووئيل چې ده په انګلستان كښې كركټ زده كړې او د پاكستان لوبغاړو ته د خپل معيار ښه كو??و په با??ه كښې ښودل دي۔ وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د كركټ ډېر ټېلنټ دے او مونږ ته دا ټېلنټ رامخې ته كو?? دي۔ ده د اسټراليا د كركټ د ادارې ستائنه وكړه كو??ې چې د ټول ه??واد څخه ذهين لوبغاړي خوښ كړي دي۔