اسل??م آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصر انسانيت لپاره د عبدالستار اېدهي خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د انسانيت خدمت كوونكي تل ژوندي وي٬ ايدهي صاحب خپ?? ځان د غمجن انسانيت خدمت لپاره وقف كولو سره يو قابل تقليد مثال قائم كړے او د هغه په قومي اتلانو كښې شمېرل كېږي٬ داسې شخصيات ډېره موده پس پېدا كېږي۔ ده دا خبرې د عبدالستار اېدهي د دريم تلين په مهال په خپ?? پېغام كښې وكړې كوم چې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په ټول هېواد كښې په عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ اسد قېصر ووئيل چې د انسانيت خدمت زمونږ ديني٬ اخلاقي فريضه او وړومبې ذمه واري ده او دا د الله تعالٰي د رضا كولو غوره ذريعه ده۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت د ??ې وسه او د ټولنې پاتې طبقو او د خصوصي كسانو فلاح لپاره اقدامات كوي۔ دې مقصد لپاره حكومت د غربت ختمولو او د ??ې وسه خلقو تحفظ لپاره وزارت جوړ كړے چې د لارې ئې د احساس پروګرام له مخې لوي فنډ بېل كړے شوے او دې سره سره نور يو شمېر پروګرامونه هم پې?? كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې بايد د ټولنې شتمن خلق او تنظيمونه د ايدهي تقليد كولو سره د خلقو د ژوند په بدلولو كښې خپ??ه برخه اچولو لپاره كردار ترسره كړي۔