اسلام آباد/ګھوټکی ۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان وئيلي دي د كرپشن او لوټ مار په ډاګه كولو مشن د پاكستان تحريك انصاف او ددې د ات??ادي ګوندونو د ګډې پرېكړه وه۔ مونږ به دا مشن پايې ته رسوو۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د ګھوټكي دورې په موقع د علي محمد ګوهر په كور د قومي اسمبلۍ غړو او سينئر مشرتابه سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ?? سندھ د اولس د بې وزلۍ سبب د وسائلو كمې نه بلكې بې درېغه كرپشن دې كوم چې د صوبې اولس د بې وزلۍ دلدل ته ټېله كړې دي۔ده وئيل ?? ذاتي ګټو لپاره ادارې تباه كړې شوي دي او د اولس په پېسو خپلې بوجۍ ??كې كړې شوي دي۔ ده ووئيل ?? پاكستان تحريك انصاف په كوم منشور چې ات??ادي ګوندونو لبېك وئيلې مونږ له به په ګډه دغه ايجنډا عملي كول وي۔ وزیراعظم ووئيل ??ولسي نمائندګان دې د اولس مسئلې په ګوته كړي او ددې حل كولو له دې متحرك كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت به د سندھ مسئلو حل كولو كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔