اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د روان كال اولنو درې مياشتو په مهال رشكۍ زون اقتصادي زون كښې د پرمختيائي كارونو پېل كېدل امكان لري۔ د چین پاکستان اقتصادی ر??هداری ??رس??وري لاندې د اولني ترجيح 9 خاص اقتصادي زونز كښې رشكۍ زون هم شامل دے۔ د سی پیک سېکرټرېټ چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې تېر?? مياشت بېجنګ كښې دمشتركه رابطه كمېټۍ 8 مې غونډې په مهال د چين د قومي پرمختګ اصلاحاتو كمېشن او د پاكستان سرمايه كارۍ بورډ د تفاهم يادښت لاس ليك كړو۔ د اقتصادي راهدارۍ ??رس??وري لاندې تر دې دمه 9 خصوصي اقتصادي زونز په ګوته كړې ش??ي دي كوم به چې د پاكستان په بېلو څانګو كښې جوړولې شي۔ په دې ??ښې سندھ كښې دوه او پنجاب ، خېبر پختونخوا، بلوچستان ، اسلام آباد ، فاټا ، کشمیر او ګلګت بلتستان كښې به يو يو خصوصي اقتصادي زون جوړولې شي