اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي٬ په ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينې سيمو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ په سوئيلي پنجاب او بره سندھ كښې د سهار او شپې په وخت د لړې امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په ما??اكنډ ډويژن٬ هزاره٬ كوهاټ٬ پېنډې٬ اسلام آباد٬ ګلګت بلتستان ٬ ګوجرانواله٬ لاهور٬ فېصل آباد٬ سرګودها٬ پېښور او كشمير كښې په ځينې سيمو باران شوے۔ په مري٬ ګلياتو٬ ما??اكنډ ډويژن٬ ګلګت بلستان او كمشير كښې په غره ا??زو سيمو واوره ورېدلې۔ تر ټولو زيات باران په ما??م جبه كښې 53 ملي ميټره ريكارډ كړے شوے۔ په ما??م جبه كښې تر ټولو زياته 2.4 فټه واره هم ورېدلې۔