پېنډې 25 دسمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باج??ه د كرسمس په موقع په كرېسنټ چرچ پېنډې كښې د مسيحي ټولنې په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د نهې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اې?? پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې د سرلښكر تود هر??لې وكړے شو او په ګډون كولو د ده مننه وكړې شوه۔ په دې موقع سرلښكر په پاكستان كښې ټولې مسيحي ورورولې ته د كرسمس مباركي وركړه۔ سرلښكر نه يوازې د پاكستان په جوړېدو بلكې د دې نه پس د پاكستان په پرمختګ كښې هم د مسيحي وروڼو د كردار اعتراف وكړو۔ ده په پاكستان كښې د تعليم ٬ روغتيا او اولسي خېر ښېګړې پشمول په يو شمېر څانګو كښې د مسيحي كميونټې د كردار ستائنه وكړه۔ ده د وسله والو ??واكونو د برخې په توګه د خوږ وطن په دفاع كښې هم د دوي د كردار ستائنه وكړه۔