چترال 13 دسمبر (اے پي پي) د چترال په ښكلې دره كې??اش كښې د ك????اش قبيلې كلن مذهبي تهوار چهومس په ښه ډول روان دے٬ په تهوار كښې ښځې او سړي مذهبي سندرې وئيلو سره د روايتي رقص د لارې د خوشحالې څرګندونه كوي۔ په كې??اش كښې واوره هم ورېدلې خ?? سره د سخت ساړه د ك????اش د خلقو په جذبو د موسم كوم آغېز نه دې شوے۔ د ك????اش ځوانان د طبلې په ځائ جېري كېن غږولو سره خپل شوق پوره كوي۔ د تهوار په موقع ځينې د زيات عمر ښځې د شپې په وخت اور بلولو سره په غاړه ودرېږي ٬ مذهبي سندرې وائي او دعاګانې كوي۔ يوې كېلاشې مېرمنې زمونږ نمائنده ته ووئيل چې هغه به درې ورځې پس خاص ځايونو ته ځي٬ هلته د سړو او ښځو خپل خپل ځايونه وي او دوي هلته درې ورځې پاتې كېږي۔ شبېر احمد خان څوك چې د ك????اش قبيلې مذهبي قاضي دے٬ وائي چې د ك????اش خلق چهومس تهوار زياتره د شپې په وخت لمانځي خو مونږ د شپې په وخت خپلو عبادت ځايونو ته په تللو كښې د سختو لارو نه تېرېدو سره سخت تكليف سر?? مخ كېږو ځكه چې دلته رڼا نه وي۔ ده ووئيل چې حكومت اعلان هم كړے و چې دوي لپاره به د رڼا بندوبست وكړي خو تر اوسه دا بندوبست ونه شو۔ ده غوښتنه وكړه چې دوي لپاره دې د رڼا بندوبست وكړے شي٬ لارې كوڅې دې پخې كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې د چهومس تهوار به د روانې مياشتې تر 22مه نېټه روان وي