اسلام آباد ۔02 دسمبر(اے پی پی) فېډرل بورډ آف رېونیو (اېف بی آر) د 2کروړه نه د زياتو روپو غېر منقوله جائيداد ٬ د 1800 نه د زيات سی سی لويو ګاډو مالكانو ??و د كرايې په مد كښې د يو كروړ نه د زياتو روپو آمدن لرونكو تر ټولو زياتو مالدارو كسانو چاپېره ګھېرا تنګه كړې ده۔ د اېف بي آر د شمېرو لمخې حكومت د معاشي اصلاحاتو ايجنډې ترمخه د اولنو 100 ورځو په مهال 3 زره 100 كسانو نه زيات مالدار كسان په ګوته كړي دي كوم ??ې ټېكس ګوشوارې نه جمع كوي او نه په آمدن ټې??س وركوي۔ د راپور ترمخه په 4 پړاؤنو كښې د نوټس جاري كولو عمل روان دے چې ترمخه ئې تر 22 اکتوبر 2018ء 148، تر 25 اکتوبر 75، تر 29 اکتوبر 220 او تر 15نومبر 2018ء ٬ 2678 كسانو ??ه نوټسې جاري كړې شوي دي۔ دغسې 20 زره نه زياتو ټېكس نه ادا كوؤنكو او ګوشوارې نه جمع كوؤنكو كسانو ??ه د نوټس جاري كولو عمل روان دے۔ د راپور ترمخه ددې عمل په مهال 154 كسانو ?? خپل آمدن ګوشوارې جمع كړي دي۔ د اېف بي آر دې ګامونو ??ره به د ټې??س وصولو شرح كښې د زياتوالي په نتيجه كښې به د قومي معيشت په وده كښې مرسته ترلاسه شي۔