اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكتر عارف علوي وئيلي دي رياستي چارې د مدينې رياست په قالب كښې اچولو ل??اره ضروري ده چې مونږ ټول ديني٬ قامي او اجت??اع?? مفاداتو ته پام لرنه وكړو٬ خپل سوچ اور رويو كښې مثبت بدلون راولو او د نبيۖ په تعلیمات بشپړ عمل وكړو ٬ دغ??ې چې خوږ هېواد كښې يوه فلاحي ټولنه جوړول ممكنه شي او دا ځكه چې د انسانیت د فلاح دارومدار د دواړو جهانونو سردار ﷺ په تعلیمات او اُسوۂ حسنه عمل كولو تعلق لري۔ دا خبرې اولس مشر د عید میلادالنبیﷺ په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې كړې كوم چې نن د شورو ??ه ورځ ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي ٬ اولس مشر د سرور کائنات ، هادی برحق حضرت محمد ﷺ د ولادت د خوشحالۍ په ورځ اسلامي نړۍ له بالعموم او مينه والو ل?? په خاص توګه مباركي وركولو سره د نبي ۖ د ولادت مياشت ټولو ل??اره د رحمت او بخښنې سوب ګرځېدو ل??اره دعا وكړه۔ ده ووئيل اللہ تعالیٰ حضرت محمد ﷺ د ټولې نړۍ انسانيت لپاره آخري كامل لارښود او معلم رالېږلې۔ د نبيۖ ولادت او تعليمات د انساني ژوند په هر اړخ كښې يو عظيم انقلاب رامخې ته كړې٫ ده ووئېل د رحمت اللعالمینﷺ د ولادت په سبب الٰهیات او عقائد، عبادات او معاملات ، انفرادې، كورنې او اجت??اع?? ژوند٬ ٬ اخلاقیات ، معاشیات او د سیاسیاتو پشمول د ژوند په هره څانګه كښې كاميابۍ او ښه بدلون رامخې ته شوې۔اولس مشر ووئيل د حضرت محمد ﷺ حيات مقدس زمونږ لپاره پرانستې كتاب دے ٬ كوم چې د امانت او دیانت، سادګی، منصف مزاجۍ، رحمت ٬ بخښنې ، تحمل، ایثار ٬ قربانۍ، رښتيا ، اولس سره ښه سلوك٬ سخاوت٬ شجاعت، انکسار ٬ تواضع، د لوظ پابندۍ ، شريكو چارو ??ښې د ښه والې ٬ يتيمانو٬ كنډو٬ بې وسو او د حاجت مندو مرسته او دوي سره د خواخوږۍ د مثالونو نه ډكه پروت دے او خپلو چارو او لارو ??ښې مونږ ته سمه لارښوونه كوي۔ اولس مشر دعا وكړه لوے څښتن دې مونږ له د نبي ۖ په اسوه حسنه د عمل كولو توفيق او خوږ هېواد د حقيقي پرمختګ او سوكالې په لاره روانولو ل?? توفيق راكړي۔