اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي﴾ د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډ??كټ?? فهميده م??زا وئېلي دي چې هېواد به د ستونزو او چېلنجونو نه وباسو٬ د دستكارانو او هنرمندانو مرستې لپاره به د پاكستان وزيراعظم ته خواست كوم٬ بايد داسې ميلې هر وخت جوړې كړې شي۔ د اتوار په ورځ د اطلاعاتو ٬ خپرونو او د قامي ورثه وزا??ت تر سيوري لاندې د كلنې قومي كلتوري لوك ميلې پرانسته د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزيرې ډ??كټ?? فهميده م??زا وكړه۔ دستوره د لوك ميلې د روايت له م??ې د تهرپاركر 64كلنې ماهرې دستكارې ساره بي بي د چادر پوشۍ رسم سره پېل شوه كومې ته چې وفاقي وزيرې ډ??كټ?? فهميده م??زا څادر ورپه سر كړو۔ بلوچستان سره د تعلق لرونكي لوك سندرغاړي اختر چنال زهري د كوم عمر چې 69 كاله دې٬ د دستاربندۍ رسم هم ادا كړې شو۔ په دې موقع ګڼ شمېر خلك موجود وو چې پكښې دغېر ملكي سفارتكارو نه علاوه اعلٰی چارواكي او كلتوري شخصيات هم شامل و۔ په دې موقع خاص مېلمنې وفاقي وزيرې ډ??كټ?? فهميده م??زا ووئيل چې لوك ورثه د پاكستاني كلتور ودې او پرمختګ لپاره لوې خذمات ترسره كوي۔