اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) او??س مشر ډاكټر عارف علوي او??س ته په ډېمز فنډ كښې د برخې اخستو خواست ??ولو سره وئيلي دي د اوبو پنګو زياتوالي او د اوبو ساتنې ته بايد خاص پام وګرځولې شي۔ د كركيلې څانګه او د ښاريو وداني دې اوبه كارولو كښې احتياط وكړي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په جاري كړې شوي وېډيو پېغام كښې وكړه۔ او??س مشر خپل پېغام كښې ووئيل چې زه د او??س پام د پاكستان په چاپېرچل د ګلوبل وارمنګ ضرر رسوونكو اثراتو پلو ګرځول غواړم۔ د ګلیشیئر ويلې كېدو سره به د اوبو په پنګو اغېز راځي او د اوبو د كمي امكان دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هر وګړي او حكومت له به سوچ كول و?? چې د اوبو پنګو كښې اضافه څنګه وكړې شي۔ او??س مشر وزيراعظم او چيف جسټس ته د ډېمز فنډ په جوړولو مباركي وركړه دغسې چې عام او??س هم دې كښې برخه واخستلې شي۔ ده او??س ته خواست ??كړو چې دې كښې بشپړه برخه واخلي۔ ده د كركيلې څانګې سره پېوست ??سانو ته اپيل و??ړو چې هغوي دې څانګه كښې زياتو نه زياته سرمايه كاري وكړي دغسې چې اوبه لږې نه لږې وكارولې شي۔ او??س مشر په دې مهال د نبي كريم (ص) د تعليماتو ذكر كولو سره ووئيل د نبي كريم (ص) پېغام دې چې كه د درياب په عاړه څوك اودس كوي نو هم دې اوبه ضياع نه كړي۔ او??س مشر ووئيل 14 سوه كاله وړاندې د چاپېرچل پياوړتيا او د اوبو تحفظ له چې كوم پېغام وركړې شوې دې ددې نه زيات غوره پېغام ترلاسه كېدې نه شي او مونږ له به مذهبي فريضه ګڼلو سره په دې عمل كول و??۔ او??س مشر ووئيل پاكستان كښې د دريابونو چې څومره اوبه راځي كه دا مو په صحيح توګه ذخيره كړې او په صحيح ډول مو وكارولې نو كه لوئې څښتن ته منظور وي دلته به د اوبو هېڅ مسئله نه وي