اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څا??ګې د پرمختيائي پروګرام ﴿ پي اېس ډي پي﴾ له مخې د وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي پروژو لپاره 33 اربه 76 كروړه روپې فنډ جاري كړو۔ حكومت د سركاري څا??ګې پرمختيائي پروګرامونو لپاره د روان مالي كال په مهال 10 كهربه 30 اربه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت اېرا لپاره 11 كروړه روپې٬ ګلګت بلتستان بلاك لپاره 7 اربه 7 كروړه 80 لكه ??وپې٬ اے جے كے بلاك لپاره 4 اربه 74 كروړه روپې٬ د رېونيو ډويژن لپاره 22 كروړه 49 لكه ??وپې٬ د رېلوے ډويژن لپاره 3 اربه 37 كروړه 99 لكه ??وپې٬ پلاننګ كميسون لپاره 82 كروړه 18 لكه ??وپې او د پاكستان اټامك انرجي كميشن لپاره د 4 اربه 72 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو لپاره فنډ جاري كړے۔ پلاننګ كميسون د يوې خاص طريقې له مخې د سركاري څا??ګې پرمختيائي پروګرامونو لپاره فنډ جاري كوي۔