اسلام آباد 10 اګست (اے ??ي پي) تحريك انصاف خېبر پښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ غړے اسد قېصر د قامي اسمبلۍ سپيكر او چوهدري محمد سروس د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره نومولې دي ۔ دا پرېكړه د جمعې په ورځ د عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كښې وشوه ٬ مركز او صوبو كښې حكومت جوړولو لپاره په غونډه كښې شاه محمود قرېشي ٬ جهانګير ترين٬ پروېز خټ??٬ نعيم الحق٬ شفقت محمود او د ګوند نور لارښودو ګډون وكړو۔ د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي د غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وو??يل په غونډه كښې مهمې پرېكړې شوې ۔ ده وو??يل اسد قېصر د قامي اسمبلۍ سپيكر نامزد كولو پرېكړه شوې څوك چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانې سپيكر ??م دے او د سپيكر رواياتو نه خبر دے او ټولو ګوندونو سره ئې هم ښې اړيكې شته او رويه ئې ??م د ستائنې وړ ده۔ده وو??يل چوهدري محمد سرور د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره نامزد كړې شوې۔ ده وو??يل پنجاب كښې پي ټي آئي اكثريت ترلاسه كړې او د حكومت جوړولو په پوزيشن كښې دے۔ شاه محمود قرېشي وو??يل څوك ??م دې د پنجاب اعلٰې وزير جوړ شي مرسته به ئې كوٶ۔ شاه محمود قرېشي وو??يل د اګست په 13مه نيټه اته بجې به د عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كېږي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل اختر مېنګل سره ملاقات شوې او ھغه د سپيكر او دوهم سپيكر په نامو زمونږ د ملاتړ پرېكړه كړې او دغسې د جي ډي اے مشرانو ??م د ملاتړ اعلان كړې او ځيني آزاد كانديدانو هم زمونږ د حمايت پرېكړه كړې ۔ ده وو??يل د اېم كيو اېم ٬ مسلم ليګ (ق) او شېخ رشيد مننه كوٶ