اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي ټول ټاكنې به د جولائي په 25مه نېټھ كال 2018م كښ?? كېږي٬نګران حكومت به پاكې٬سپيځلې او بې پرې ټول ټاكنې كوي چې مثال به يې په تېر وخت كښې نه وي٬كه په كومه هم معامله تحقيقاتي ايجنسي د قانون له مخې كاروائي كوي يا معامله په عدالت كښې تر اورېدنې لاندې وي نو په دې كښې به نګران حكومت هېڅ ډول مداخله نه كوي او نه دا كوم جواز لري٬كه په كومه معامله يا كاروائۍ كوم اعتراض وي نو سترې محك??ې ته مراجع كېدې شي٬د آئيني ترميم نه پس فاټا پھ خېبرپښتونخوا كښې ضم شوې٬په آئين كښې ليكلې شوي چې پھ فاټا كښې به د صوبائي اسبملۍ ټاكنې په يو كال كښې دننه كېږي٬سترې محكمې د پيمرا چيئرمېن٬د تقررۍ كمېټۍ وړاندېز منظور كړی۔د اطلاعات او خپرونو وزارت به ډېر زر د پيمرا چيئرمېن د ټاكنې نوټيفيكېشن جاري كړي٬زمونږ وسله وال ځواكونه د پولو حفاظت سره سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په كاميابۍ سره كوي٬اوس به مونږ ته د عدم برداشت رويې بدلول وي٬د عدم برداشت رويې يوازې د تعليم د لارې بدلېدې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاك چائنه فرينډ شپ سنټر كښې د نجي مېډيا ګروپ لخوا د ايجوكېشن ايكسپو پرانستې دستورې ته وېنا او خبريالانو سره د خبرو پھ مهال وكړې۔وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې وو??يل د نګران حكومت مېنډېټ واضحه دے او هغه دا چې د جولائي په 25مه نېټه ټول ټاكنې كول دي٬په وخت٬په امن او بې طرفه ټاكنې به كوو او په دې لړ كښې هلې ځې روانې دي٬ ده وو??ېل د ټاكنو د ځنډېدو په اړه ګنګوسي روان دي كوم چې هېڅ صداقت نشته٬ټاكنې به د خپل ټاكلې شيډول له مخ?? كېږي۔ده ټولو سياسي ګوندونو ته وو??يل چې د ټاكنو كمپائن له كار وكړي او خپل خپل منشور اولس ته وړاندې كړي٬په سماجي انصاف او ستونزو دې خبرې وك??ي۔??ه وو??يل پي ټي وي د رياست مېډيا ده٬مونږ باوري كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته په پي ټي وي برابر كورېج وركړې شي دغسې چې هر ځاې ته د سياسي ګوندونو منشور او پېغام اولس ته ورسي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده وو??يل نګران حكومت به په كوم بليم ګيم كښې نه پرېوځي٬حقائق به اولس ته وړاندې كوو۔وفاقي وزير وو??يل د اتلسم بدلون نه پس د تعليم څانګه هم صوبو ته منتقل شوې وه خو په پوهنتونونو كښې د لوړو زده كړو په اړه پريكړه نه وه شوې٬اوس حكومت پريكړه كړې چې د لوړو زده كړو څانګه به وفاق سره پات?? كېږي٬ لنډ مهاله وفاق?? وزير وو??ېل كه راتلونكې حكومت د تعليم په اړه د وفاق نمائندګي باوري كولو له ترميم وغواړي نو كولې شي۔ده وو??يل زما تجويز دے چې د قامي كردار تشكيل لپاره د تعليم په څانګه كښې د وفاق كردار پكار دے دغسې چې د تعليم تر مخه قامي وحدت زيات شي او قامي كردار تشكيل كړې شي۔