پیښور13 جون ( اے پي پي)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)دوست محمد خان وئېلي دي د هېواد او قام دائمي د پرمختګ لارې د فاټا پرمختګ څخه راوځي٬د فاټا اصلاحات پې?? د رېليف څخه كول پكار دي او دغه زمونږ وړومبنې ترجيح ده۔د ??ګران حكومت كومه ذاتي ايجنډا نشته بس سپيځلې او بې پرې ټول ټاكنو ??ه پام لرنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق سره په خبرو كښ?? كړې چا چې وزيراعلٰی سېكرټرېټ پېښور كښ?? هغه سره ملاقات كړې۔د ??لاقات په مهال د قامي اهميت په چارو او د شريكې خوښې په معاملاتو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔لنډ مهاله وزيراعلٰی ووئيل سپيځلې او بې پرې ټاكنې كول زمونږ مېنډېټ او مقصد دے دغسې چې كوم هم تن دا ادعا ونه كړې چې مونږ سره ناانصافي شوې۔هغه د لنډ مهاله كابينې په اړه په خبرو كښ?? ووئيل د دې كابينې لپاره د پاكباز٬ايمانداره او د غېر سياسي شخصياتو په ګډون كا روان دے۔فاټا په اړه په خبرو كښ?? دوست محمد خان ووئيل فاټا اصلاحات د تاخير نه غېر تندۍ سره عملدرآمد ته اړتيا لري او د دې عملدرآمد پې?? د فاټا اولس له په سمدستي توګه د رېليف څخه كول پكار دي او دغه د هغوي حق دے ځكه چې د هغه ځاې اولس ډېرې ستونزې لېدلې دي ٬ ده ووئېل هغوي د نورو مسئلو متحمل كېدې نه شي۔لنډ مهاله وزيراعلٰی د قبائېلي مشرانو ??ره د ملاقاتونو ?? تجويز سره اتفاق وكړو او وې وئېل مونږ يو او مونږ له د شريكو هڅو د لارې د فاټا د مسئلو حل راويستل دي ۔په دې موقع سراج الحق د جسټس(ر)دوست محمد خان خذمات وستائېل او وې وئېل د چيف جسټس پیښور هائي كورټ په توګه د هغه خذمات بې مثاله دي