اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او اقتصا??ي چارو ډويژن سلاكار ډاكټر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره مل??قات وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار په پاكستان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو ??ره ??ره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچوله۔ ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكستان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره كړه او وې وئيل چې د روان مالي كال په مهال هم پاكستان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف په ترلاسه كولو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم روان وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكستان حكومت ل??وا په اصلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل او د پرمختيائي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك ل??وا مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم سلاكار د پاكستان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په اړه د شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو او غوښتنه ئې وكړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار تر??ره كړي۔ د وزيراعظم سلاكار نورو مشرانو ??ره هم مل??قاتونه وكړل۔