اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په پی اېس ایل کولو ترهه ګرۍ ماتې خوړلې او امن ته ګټه رسېدلې، پاکستان كښې د نړيوال کرکټ بحاليدو درناوے د ټورنامنټ دے، د اولس بشپړه ګډون سره ??ړۍ له دا پیغام وركړې شوې چې پاکستانیان امناك او لوبو سره ??ينه لرونكې دې۔ ده دا خبره ??ه ایوان صدر كښې په پی اېس ایل كښې كاميابي ترلاسه كونكې ډلې او د مینجمنټ سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل پھ ورح د سیّد علی رضا نقوی په مشرۍ كښې ده سره ??لاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د کرکټ بحالیدو سره به د لوبو صنعت ته هم وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د لوبو ودې سره به معیشت لا ښه شي، په خاص توګه د لوبو سامان جوړونكې صنعت كښې به د روزګار موقعې راپیدا شي۔ده ووئيل لوبو كښې زغم او سپورټس مېن سپرټ ته اړتيا ده او لوبغاړې دې په خپله کارکردګۍ چرې هم غرور ونه ك??ي دې سره د زوال لارې پرانستې كېږي۔ ده ووئيل لوبغا??ي دې خپل فټنس ته پام لرنه وكړي او غیر ضروری هلو ??لو ??خه دې ځان وساتي۔ ده لوبغاړو له مشورہ وركړه چې لوبغاړې د مصباح او یونس غوندې روایتی حریفانو له ماتې وركړي۔ په دې موقع كاميابي ترلاسه كونكې کپتان مصباح الحق ا?? د ??سلام آباد ډلې انتظامیې عهدیدار?? د ??ولس مشر مننه وكړه او عزم ئې څرګند كړو چې د قامی بيرغ هسكولو له به ټول صلاحیتونه كارولې شي۔