اسلام آباد 05 دسمبر (اے پ?? پي) د اېنټي ناركوټكس فورس﴿ اے اېن اېف﴾ تر سيوري لاندې د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د نشه اي تو??و د سوځولو دستوره وشوه چې پكښې د نشه اي تو??و د مخ نيوي وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ صلاح الدين ترمذي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښ?? وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان يو شمېر ??طراتو سره مخ دے۔ د نشه اي توكو ناسور زمونږ ټولنه په سختې سره اغېزمنه كوي٬ د دې په سختې سره مقابله كول ضروري دي۔ ده ووئيل چې اے اېن اېف د نشه اي تو??و د قاچاق مخ نيوي لپاره په قومي او نړيواله كچه هڅې كوي٬ وفاقي وزير په ??ې لړ كښې د اے اېن اېف كردار او هڅې وستائيلې۔ وفاقي وزير په ??ې لړ كښې اے اېن اېف ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دستورې ته نورو يو شمېر ??خصياتو هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د اے اېن اېف ډي جي مېجر جنرال مسرت نواز ملك د خپلې وېنا په مهال د اے اېن اېف په كاركردګې رڼا واچوله