سوچی ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) وز??را??ظم شاهد خاقان عباسی د جمعې په ورځ د كرغستان خپل همڅنګ سفرایزاکوف سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ وز??را??ظم د كرغستان خپل همڅنګ ته د وزيراعظم په حېث د منصب په سنبالولو مباركي وركړه او د شنګھائي مرستې تنظيم غړي جوړېدو كښې ئې پاكستان سره په مرسته كولو د كرغستان مننه وكړه۔ د كرغستان وزيراعظم شنګھائی تعاون تنظیم كښې د پاكستان د شاملېدو هركلي كولو سره دا د تنظيم د قدر وړ اثاثه وګرځوله۔ د ملاقات په مهال ??واړو وزيراعظمانو د شنګھائي تعاون تنظيم په فرېم ورك او په دوه اړخيزه بنيادونو مرستې ته د ودې وركولو په طريقو خبرې اترې وكړې۔ دواړو لارښودو د كاسا 1000 پراجېکټ په لړ ??ښې په لاس ليك شويو لوظنامو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ اوس دا منصوبه د عملدرآمد پړاؤ څخه تېرېږي۔ دواړه د تجارت او دفاع په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو ته هم سلا شول۔ دوئي د دواړو هېوادونو د ايوان هائے صنعت وتجارت ترمېنځه زياتې نه زياتې مرستې ته هم سلا شول۔ وز??را??ظم ووئيل پاكستان كښې د هائي وېز او موټروېز پرمختګ سره به د كرغزستان او سيمې نورو هېوادونو ته هم ګټه ورسي چې ورسره به ګوادر او د پاكستان نورو بندر ځايونو سره رابطې جوړې شي۔ په دې لړ ??ښې ده د پاكستان ، چین ، کرغزستان او قزاخستان ترمېنځه په ټرانزت لوظنامه كښې د 4 اړخيز ټرېفك په اهميت رڼا واچوله۔ وز??را??ظم په اقتصادي تعاون تنظيم زور راوړو چې هغه د تنظيم په سيمه كښې رابطې زياتې كړي۔ پاكستان دا مهال ??دې تنظيم مشري ??وي۔ دواړه د پاكستان او كرغزستان ترمينځھ مضبوطې شريكوالۍ په ځائې كولو ته هم سلا شول۔ وزيراعظم حاقان عباسي خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔