پېنډۍ 14 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان د لوړې كچې پلاوي كابل كښې په درې كسيزه غونډه كښې ګډون كړې۔د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان٬ افغانستان او امريكا د داعش مخنيوي له درې كسيزه او د ??اك افغان دوه اړخيزه پوځي مرستې پحقله دوه اړخيزه غونډه كابل كښې دفاع په وزارت كښې شوې ده ۔د ملټري آپرېشن ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال ساحر شمشاد مرزا په مش??ۍ كښې د پاكستان پلاوي په دې غونډو كښې ګډون كړې۔ ګډون كوٶنكو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتلو له د عزم پخلې وكړو۔ د خبرو اترو په مهال په شريكو امنيتي مفاداتو او تحفظاتو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ درې واړو ډلو منطقې نه د داعش خاتمې له د عزم څرګندونه كړې كومه چې د معلاماتو تبادلې٬ شريكو هلو ځلو او م??ستې ته د ودې وركولو د لارې ممكنه كېدې شي ۔ د ??اك افغان دوه اړخيزه غونډې په مهال د پولې په دواړه اړخه د ډزو او بريدونو او د ترهه ګرۍ مخنيوي٬ د ??اك افغان پولې دواړو اړخو كښې په اړوندو سيمو كښې د كوټلې كاروائۍ او د بنديوانو په تبادلو غور وشو۔ ډلو په دې ورستيو كښې د لوړې كچې ملاقاتونو په مهال په شويو لوظونو د پېش رفت او په اېكشن پلان عملدرآمد ته سلا شويل چې ورسره به مرسته زياته شي او د ??اك افغان پولو دواړو اړخو ته امنيتي وضعه به ښه شي۔