اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره د سکھر حېدرآباد موټروے د بنياد تيګه كېښودو لپاره سكهر ??ه ورسېدو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سکھر په ايئر پورټ د آبي وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه او د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه د وزيراعظم او د ده د پلاوي هركلے وكړو۔ وزيراعظم به وړومبې په سکھر او بيا به په حېدر آباد كښې د موټر وے د بنياد تيګې كېښودو دستورو كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم به په سکھر او حيدر آباد كښې د 306 کلوميټر اوږدې د سکھر-حيدر آباد موټروے اېم ۔6 د بنياد تيګه ږدي۔ سكهر ??ېدرآباد موټروے د پېښور كراچۍ موټروے ( پي کے اېم) آخري برخه ده او د دې نه پس به د پاكستان لوے ښارونه موټروېز سره وتړلے شي٬ ياده شوې منصوبه به د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې په 30 مياشتو كښې ترسره كېږي٬ وزيراعظم به ??ه دې موقع وېنا هم كوي