اسلام آباد12دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر ايمل ولي خان ته د دړكې وركولو سخته غندنه كولو سره وئېلي دي چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی دې په اسلام آباد كښې د دروغو سياست كولو په ځاې سياسي مشرانو ته د وركړې شوي?? دړكو ا?? د امن او ا??ان صورتحال ته پام وكړي۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د ايمل ولي خان او د هغه كورنۍ نورو كسانو ا??نيت باوري كولو لپاره دې ټول وفاقي او صوبائي وسائل وكارولې شي٬په خېبرپښتونخوا كښې د امن او ا??ان وضعې ناوړه كېدل اندېښمن دي۔ ده ووئيل چې صوبائي حكومت دې ايمل ولي خان ته وركړې شوې دړكه په جدي توګه واخلي او د هغه امنيت دې باوري كړې شي۔د عوامي نېشنل ګوند مشرانو ا?? غړو د ترهه ګرۍ په ضد ع??يم?? قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل چې مونږ ايمل ولي خان سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوو٬وفاقي حكومت به د ايمل ولي خان امنيت باوري كولو لپاره هره مم??نه مرسته كوي