اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) انتها خوښو هندوانو د بابري مسجد د شهادت 30 كاله پس پخپله اېجندا لا عمل كولو سره تاريخي تا?? محل ته هم په خيرنو سترګو كتل پېل كړې دي چې ورسره په هند كښې اسلامي ورثه خطرې سره مخ شوې ده٬ ھغوي د دروغو ادعا كوي چې د تا?? محل ابتداء په هندو دور كښې شوې٬ د هند واكمن ګوند بھارتيه جنتا پارټۍ (بي جے پي) يو لارښود لخوا دائر كړې شوي اوسني پټيشن كښې د تا?? محل “حقيقي تاريخي مطالعه” كولو لپاره فېكټ فائنډنګ كمېټۍ مطالبه كړې د?? چې مقصد ئې د يونېسكو د كلتوري ورثې په ځائ تا?? محل د هندوانو ورثه ګرځول دي٬ په ايودھيا كښې د بي جے پي د ميډيا مشر رجنيش سنګھ خپل درخواست كښې عذر وړاندې كړې دې چې دا خبره ثابتولو لپاره كوم سائنسي ثبوت نشت?? چې د مغلو بادشاه شاه جهان تا?? محل جوړ كړې ٶ٬ د دې باوجود چې د هند عدالت د ده دا هڅه ناكامه كړې و?? چې بي جے پي لارښ??د د څو كال?? راهسې غېر تاريخي ادعا ګانې كوي چې تا?? محل په حقيقت كښې د هندوانو درمسال ٶ٬ كوم چې د مغل بادشاه شاه جهان د دور نه وړاندې جوړ شوې وو٬ آر اېس اېس په ګرد هند كښې د اسلامي حكمرانانو جوړ كړې شوي تاريخي يادګارونو په ضد بيانيه وړاندې كوي۔ د بي جے پي په دور حكومت كښې آر اېس اېس د دائيں بازو د هندو ښاريو نامې بدلولو او په ګرد هند كښې 36 زره نه زيات جوماتونه په درمسالونو كښې د بدلولو د ادعا كمپائن چلوي په دې ښاريو كښې علي ګړھ، ديوبند، فرخ آباد، بدايون، سلطان پور، فېروز آباد او شاهجهاں پور شامل دي۔ د يوپي حکومت د وړاندې نه د فيض آباد نامه په ايودھيا او د اله آباد نامه په پرياګ راج بدله كړې ده٬ په كال 2017 كښې ونئے کټيار څوك چې دا مهال د بي جے پي د راجيه سبها غړې ٶ ادعا كړے دا يادګار په حقيقت كښې يو شيو درمسال دے چې نامه ئې تيجو مهاليه ده كوم چې په اصليت كښې يو هندو حكمران جوړ كړې ٶ٬ د تا?? محل اوسنۍ پېښه د 6م ستمبر كال 1992 د تاريخي بابري مسجد د شهادت زخم بيا تازه كول دي٬ د رام جنم بھومي موومنټ صدر اېل کے اېډواني په مشرۍ كښې په ايودھيا كښې د بابري مسجد شهادت د بي جے پي او د آر اېس اېس دې ادعا ته وده وركوي چې په ايودهيا كښې درمسال په ھغه ځائ جوړ كړې شوې ٶ چرت?? چې د هندو ديوتا بھګوان رام زېږون شوې ٶ۔ د هندو قام پرست ګروپ وشوا هندو پرېشد (آر اېس اېس ذيلي ګروپ) وياند شري راج نائر وئيلي دي دا يوه لويه كاميابه وه٬ د مودي په دوېم دورې حكومت كښې د بابري مسجد په شهادت كښې ككړ ټول تورن د سي بي آئي خاص عدالت خوشې كړي ٶ٬ باوج??د د دې حقيقت چې د بابري مسجد شهادت په ورځپاڼو او وېډيوز كښې رېكارډ شوې دې ٬ عدالت ووئيل چې ثبوت د قبلولو وړ نه دے٬ د هندوتوا نظريې له مخې په قبضه كښې اخسې شوې بابري مسجد يوازنې نه دې د دې نه وړاندې په 17مه پېړۍ ګيانواپي مسجد كوم چې د مغلو بادشاه اورنګزېب جوړ كړې ٶ هم هندوانو ادعا كړې چې دا د وشويشور مندر په ځائ جوړ شوې ٶ چرت?? چې په كال 2021 كښې اړې ګړې ھغه وخت پېل شو كل?? چې پنځو مېرمنو پټيشن دائر كړو چې په جومات كښې دننه د لمونځ كولو دې اجازه راكړې شي٬ دا يو پټيشن اولس زياتېدو سره 15 جلا جلا درخواستونو ته رسېدلې دي، چې پكښې يو شمير كسانو د جومات د شهيد كولو او د دې په ځائ د مندر جوړولو مطالبه كړې۔ د بابري مسجد د شهادت نه پس اوس هم دا امكان دے چې د مودي په حكومت كښې به عدالتونه د هندوانو په حق كښې پرېكړه وكړي٬ په كال 1669 كښې د مغل شهنشاه اورنګزېب په دور كښې په متھرا كښې جور كړې شوې شاهي عيدګاه جومات پحقله هم انتها پسند هندوان ادعا كوي چې جومات په كېشو ديو مندر جوړ كړې شوې ٶ او د دېنه علاوه د دائيں بازو هندو ګروپ د جامع مسجد شمسي پحقله هم ادعا كوي چې دا د نيل کانټھ مهاديو درمسال په ځائ جوړ كړې شوې٬ د بده مرغه نړيواله ټولنه په هند كښې د بي جے پي په مشرۍ كښې د هندوتوا لخوا د مسلمانانو او نورو اقليتونو په ضد د بشري حقونو په خلاف ورزو سترګې پټې كړې دي٬ په هند كښې د مسلمانانو تاريخي ورثې او د املاك حفاظت لپاره به په نړيواله كچه تګلاره جوړول وي