اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز ش??يف وئيلي دي د ??در رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې د پا??ستان او تركيه اړيكې د تزويراتي همكارۍ پ?? نوي دور كښې داخل شوي دي۔ د جمعې په ورځ د تركيه په دوره د روانېدو په مهال په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې هغه د ترك ??در رجب طيب اردوان په بلنه د تركيه په دوه ورځنۍ دوره روانېږي۔ وزیراعظم ووئيل پا?? سمندري پوځ لپاره د درېم ملجم كاروېټ جهاز پرانسته د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د ژورو دفاعي اړيكو او د اعلیٰ كچې تبادلې د همكارۍ عكاسي كوي۔ ده د ترك اولس لخوا د تود هركلي ذكر كولو سره ووئيل په تركيه كښې زه داسې محسوسوم لكه په خپل كور كښې يم۔ وزيراعظم ووئيل د ??در رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې د پا??ستان او تركيه اړيكې د تزويراتي همكارۍ پ?? نوي دور كښې داخل شوي دي او مونږ په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له هڅې كوؤ۔